ټایمز: که د سولې هوکړه لاسلیک هم نه‌شي امریکايي عسکر له افغانستانه وځي

عزم(شنبه، ۱۹زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا مشهورو رسنیو خبر ورکړی چې امریکايي چارواکو ورته ویلي، که له طالبانو سره د سولې روانې خبرې یوې پایلې ته هم ونه رسېږي، نو امریکا خپل عسکر له افغانستان وباسي.

ټایمز مجلې لیکلي، امریکا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو پر وتلو بېړه کوي او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د افغان جګړې موضوع پای ته ورسوي.

د سرچینې په قول، امریکا او طالبان په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې د سوله‌ییز حل لپاره جرګه دي او ګڼ شمېر پرمختګونه هم شوي دي، چې دواړه خواوې اوسنۍ خبرې پرېکنده بولي.

ټایمز لیکلي، که چېرې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ روانې خبرې یوې پایلې ته ونه رسېږي، نو امریکا خپل عسکر وباسي.

امریکا داسې مهال د خپلو عسکرو د وتلو ګواښ کړی، چې د روان کال په پیل کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ غوښتي وو، چې امریکا باید په افغانستان کې خپل ۳زره عسکر پرېږدي او په مقابل کې به یې افغان حکومت خپل لګښتونه نور هم راکم کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button