افغانستان د مرستندویانو لپاره د نړۍ دوهم خطرناک هېواد دی

عزم(پنجشنبه،۲۴ زمری، ۱۳۹۸ل): د بشري مرستو کارکوونکو نړیوال سازمان«کېپر» په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان د بشري مرسته کوونکو لپاره د نړۍ دوهم خطرناک هېواد دی.

دې سازمان ویلي، د روان ۲۰۱۹ز کال له جنوري میاشتې راهیسې یې ۵۷کارکوونکي وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي، سوریه په لومړۍ شمېره کې ده، چې ۱۸ کارکوونکي یې پکې وژل شوي، افغانستان کې ۷، په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې ۵، یمن کې هم ۵، په نایجریا کې ۳ او په نورو هېوادونو کې یې هم ځینې کارکوونکي وژل شوي دي.

د بشري مرستو د نړیوالې ټولنې ویلي، اوس مهال د نړۍ ۱۵ هېوادونه د دوی د کارکوونکو لپاره خطرناک هېوادونه دي، چې په لومړي سر کې یې سوریه او په ۱۵م ځای کې پاکستان راغلی دی.

دې سازمان په افغانستان کې د مرستندویه کارکوونکو لپاره د ورپېښو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده، چې په ټوله کې یې کارکوونکي له ۱۸۲ پېښو سره مخ شوي او ۷ تنه پکې وژل شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button