ویسا: له طالبانو سره د سولې هوکړه، حکومت له حقوقي ستونزې سره مخ کېږي

عزم(شنبه،۲۶ زمری، ۱۳۹۸ل):  له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې«ویسا» په خپله نننۍ سرلیکنه کې« یو بې تعریفه حالت!» تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، له طالبانو سره د امریکا هوکړه نږدې شوې ده او د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه هم د اسلامي امارت تر نامه لاندې کېږي، چې دغه حالت حکومت له حقوقي ستونزې سره مخ کوي.

«د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې اوس له شک پرته داسې پړاو ته رسېدلې چې یوازې د توافق د لاسلیک رسمي تشریفات پاتې دي. تېره شپه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د هوکړې په باب له خپلو امنیتي سلاکارانو سره ناسته درلوده چې د دې کرښو تر لوستلو پورې به د هغو پایلې هم روښانه شوې وي. داسې راپورونه هم خپاره شوي دي چې امریکا له طالبانو سره دغه د سولې تفاهم لیک د اسلامي امارت په عنوان لاسلیکوي، چې په حقوقي لحاظ د کابل اوسنی حکومت له یوه جدي حقوقي مشکل سره مخ کوي. بل لور ته امریکا له حکومت سره هم یو تړون لاسلیکوي چې متن یې مخکې حکومت ته سپارل شوی دی.»

ویسا لیکلي، حکومت مخکې د سولې په پټه مخالفت کاوه، خو اوس د اشرف غني په مشرۍ ډله په ښکاره د سولې د مخالفت چیغې وهي او ټاکنې تر سولې مهمې بولي.

«له دې پرمختګ سره هممهاله حکومتي ټیمونه د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات مهم بولي او آن تر دې چې پرون ولمسشر غني ډېر په صراحت جمهوریت او انتخابات له طالبانو سره د سولې له پروسې سره په ټکر کې وبلل، وې ویل چې یا طالبان او یا جمهوریت او انتخابات! د ولسمشر غني خبره نوره له شف شف نه وتلې هغه په صراحت له طالبانو سره د سولې مخالفت کوي.»

ورځپاڼې لیکلي، امریکا هم له حکومت سره او هم له طالبانو سره د چل او دوکې هڅه کوي، چې په دغسې حالاتو کې هېواد رښتیا بد حالت ته ځي.

«اوس پوښتنه دا ده چې امریکا څه غواړي آیا له طالبانو سره د دوی توافقات او بیا د اسلامي امارت په عنوان په ریښتیا د اعلان په پړاو کې دي؟ که وي د غني رجزونه د څه لپاره دي؟ یو احتمال دا هم دی چې امریکا له دواړو لوریو سره دوه مخې لوبه کوي، چې د داسې لوبې پایلې خامخا هېواد ته ډېرې خطرناکې دي. د امریکا پر درېځونو او سیاستونو بدګوماني اوس د توطیې د تیورۍ له حدودو اوښتې خبره ده، خو دلته چې د سولې او انتخاباتو تر منځ د لومړیتوب خبره ګونګه پاتې ده ستونزه یوازې د امریکا په دریځ کې هم نه ده، ډاکتر خلیلزاد په دې وروستیو کې په صفا ټکیو وویل چې د امریکا لومړيتوب په افغانستان کې سوله ده. دلته ابهام له دې ځایه دی چې حکومت د سولې مخالفت کوي او دغه مخالفت ورو ورو له کنایو څخه سپینو خبرو ته راوزي.»

د ورځپاڼې په حواله، ټاکنې یوازې اشرف غني غواړي او د خپلې ټاکنیزې مبارزې لپاره ټول دولتي امکانات هم کاروي.

«حکومت په تېره ولسمشر غني په خپل ټول توان کمپاین کوي. او دغه کمپاین دومره په زور کې دی چې نور سیالان یې پر خلاف په هېڅ حساب دي. ځکه چې له واک او ځواکه تر امکاناتو او وسایلو هر څه د یارانو په واک کې دي. له کمپاین پرته د لوبې بل اړخ جګړه ده چې ډېره تونده او بې جلبه روانه ده، دلته بل د حیرانۍ ټکی دا دی چې امریکایي ځواکونه عملاً له افغان ځواکونو سره له وچو سره د لمدو په سوځولو بوخت دي، د ګډو ځواکونو ړانده بریدونه او د ملکي مرګ ژوبلې کچه داسې حد ته رسېدلې چې میاشت په میاشت د قتل عام نوي ریکارډونه ثبتېږي. دا هغه حالت دی چې د نړۍ په سیاسي قاموس کې یې تعریف نشته خدای دې وکړي اصلي مساله روښانه شي، تر څو ولس خپله لاره وموندلای شي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button