طالبانو د کابل برید غندلی او لاس لرل یې پکې رد کړي

 

عزم(یکشنبه، ۲۷ زمری ۱۳۹۸) د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند په یوه هوټل کې بیګا شپه چاودنه شوې چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

چاودنه د شهر دوبۍ د ودونو تالار کې شوې چې ۶۳ کسان پکې وژل شوي او ۱۸۳ نور پکې ټپیان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې چاودنه کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمیره یې نده یاده کړې.

طالبانو د کابل برید غندلی او لاس لرل یې پکې رد کړي دي.
ویاند یې ذبیح الله مجاهد چې دوی دغه چاودنه په کلکه غندي او دغه ډول بریدونه ناروا بولي.

«اسلامي امارت د کابل ښار په یو هوټل کې په ملکي خلکو چاودنه کول او هغو ته تلفات اړول په کلکه غندي، دغه ډول وحشیانه قصدې وژنې او ښځې او ماشومان په نښه کول هیڅ ډول توجیه او جواز نه لري.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button