روزګان کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده

عزم(یکشنبه،۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل):  د روزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په چورې ولسوالۍ کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده.

په روزګان کې د ګوزڼ د واکسینو د پروګرام مسوول سیف الدین همنوا وايي، په چورې ولسوالۍ کې یوه نهه میاشتنۍ ماشومه ګوزڼ وهلې ده.

دی وايي، په تېر یو نیم کال کې دا دوهمه پېښه ده، چې په چورې ولسوالۍ کې ثبتېږي.

د همنوا په په خبره، د روزګان په ګڼو سیمو کې د پولیو ضد واکسین شوي دي، خو بیا هم ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په روان کال کې په ټول هېواد کې د ګوزڼ ۱۳ پېښې ثبت شوي دي، چې ۵یې په روزګان، ۵ یې په هلمند، ۲ په کندهار او یوه په کونړ کې ثبت شوې ده.

د روغتیا د برخې کارپوهان وايي، ګوزڼ درملنه نه لري او یوازې د ګوزڼ ضد واکسین کولای شي، چې ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button