خلیلزاد: د سولې مذاکرات باید ګړندي شي

 

عزم( یکشنبه، ۲۷ زمری ،۱۳۹۸)د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په کابل کې د تیرماښام دخونړي برید په تړاو غبرګون ښوودلی او دا حمله یې په سختو ټکو غندلې ده.
خلیلزاد دا تروریستي برید چې ۶۳ کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول، داعش ډلې ته منسوب کړی او ویلي یې دي چې «موږ باید خامخا د د افغان د سولې پروسه ګړندۍ کړو. ځکه په دې برخه کي موفقیت به د داعش د ماتولو لپاره افغانان په یوه ډېر قوي موقف کي ودروي»
د یادونې وړ ده چې د ودونو په تالار کې دا وحشیانه حمله د طالبانو، یوناما، حکومت او ګڼو لوریو لخوا غندل شوې او دا یوه غیر انساني او غیر اسلامي عمل بلل شوی دی.

بلخوا د اشرف غني څرګندونو ته چې ویلي یې وو «طالبان د کابل د تیرې شپې برید په غندلو سره ځان د دې بریدونو له مسؤلیت نه نشي خلاصولی» طالب ویاند ذبیح الله مجاهد غبرګون ښوودلی او ویلي یې دي چې،

«د کابل غوندې بریدته امریکايي اشغالګرو او د هغوی کورنیو غلامانو زمنیه مساعده کړې.
په ۹۵٪ افغانستان کې امن او آرام چا خراب کړ؟
غلامان د دې پرځای چې د واشنګټن او نیویارک امنیت ساتلو دعوه کوي په کابل کې دې خپل مسئولیت اداکړي، هغوی له برید مخکې چيرې وو چې معلومه کړي حمله د چا کارده؟»

داعش ډلې د برید پړه منلې او ویلي یې دي چې د برید کږهدف یې شیعه مذهبي کسان وه چې سلګونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

خلیلزاد داسې مهال د سولې پر ګړندي توب ټینګار کوي، چې په همهاله توګه حکومت یوځل بیا د سولې راتګ تر سرو کرښو تړلی بللی اوپر جمهوریت د ټینګار ترڅنګ یې دا هم ویلي چې ګواکې د طالبانو راتګ به د دیموکراتیکو لاسته راوړنو د شاتګ په مانا وي.

د پیښو څارونکي وایي، پر ملکي وګړو په کابل او ولایاتو کې وروستي وحشیانه بریدونه ، د افغان سرتیرو قرباني واشنګټن او نیویارک ته منسوبول او د سولې په مخ کې ډاګیز مخالفتونه هغه څه دي چې د حکومت په ګډون ګڼې استخباراتي کړۍ یې په همغږې توګه سرته رسوي.

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button