ویسا: داعش یوه استخباراتي ډله ده

عزم(سه‌شنبه،۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل):  ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې« داعش فکري نه استخباراتي ډله ده!» تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، پرون اشرف غني داسې وښودله، چې داعش ډېر لوی ګواښ دی، خو د دې ډلې د مالي ملاتړ په تراوسه هېڅ حکومتي چارواکی سپیناوی نه کوي.

«ولسمشر غني پرون په خپلو خبرو کې داعش ډله داسې ښودله چې ګواکي په هېواد کې فکري بستر لري، له خلکو او حکومتي ادارو یې وغوښتل چې چېرته یې دوی ومومي باید په ګوته یې کړي. که موږ په هېواد او نړۍ کې د داعش شالید او فکري تړاوونو ته نظر واچوو څو مسالې ډېرې ښکاره او څرګندې دي:

لومړی ـ په عراق او سوریه کې داعش د القاعدې له یوې څانګې وزیږیده، چې وروسته یې تر ۵ نیم میلیونه نفوس په دواړو هېوادونو کې تر قلمرو لاندې شو. په عراق او سوریه کې هم پر امریکایانو تور دی چې دغه ډله یې په لوی لاس ځواکمنه کړه او موخه یې په منځني ختیځ کې د اسلامپالو غورځنګونو په شمول د ملي حکومتونو ځپل او کمزوري کول وو. خو په افغانستان کې چې پینځه کاله وړاندې د داعش په نامه کومه ډله را پیدا شوه له هماغه لومړۍ ورځې دغه استدلال کېدو چې دا د امریکا، پاکستان او د افغان حکومت د ځینو کړیو مشترکه استخباراتي پروژه ده.»

د ویسا په باور، حکومت لا هم په لوی لاس داعش ته کمپاین کوي او دغه کمزورې ډله لوی ګواښ ګڼي، خو د دې لوبې په بل اړخ کې همدغه حکومت، امریکایان او نورې کړۍ د دې ډلې په تمویل لګیا دي.

«کله چې امریکایي چارواکیو رسماً اعلان کړه چې نور طالبان د دوی دښمنان نه دي او د افغان دولت یوه یاغي ډله ده، له همغې ورځې د داعش فعالیتونه هم پیل شوي چې آن د امریکایي او افغان ځواکونو لخوا د هوایي ملاتړ او د دوی د انتقال په باب خبرونه ورسره غبرګ خپاره شوي دي.

د اشرف غني دغه خبره چې داعش فکري ډله بولي اصلاً په لوی لاس دې ډلې ته د فکري ډلې هویت ورکول دي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې نه فکري تومنه لري او نه په طبیعي ډول زموږ په هېواد کې داسې ډلو ته د پښې ځای شته.

یو دلیل یې دا دی چې په افغانستان کې چې د داعش په نوم کوم جنګیالي د امنيتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي زیاتره یې بېسواده او د ډېورنډ کرښې له پورې غاړې راوستل شوي کسان دي. د اشرف غني وروستۍ خبرې په دې تړاو په شعوري او یا لاشعوري ډول د دې توطیې د پیاوړي کولو په معنا دي.»

ویسا لیکلي، اشرف غني د داعش په مټ غواړي خپل مخالفین وځپي او یا یې پرونۍ خبرې د امریکايي چارواکو سره په همغږۍ کړي دي.

«پر دې سربېره لکه له ۲۰۰۱ کال وروسته چې د طالبانو د امارت له ړنګېدو وروسته د دې ډلې د بیا را پورته کېدو هڅې وشوې، اوس په هېواد کې د جګړو او بدمرغیو د دوام لپاره د داعش له نامه نه استفاده کېږي. پر دې سربېره که اشرف غني غواړي چې خپل همدغه ناوړه حاکمیت ته دوام ورکړي نو یوه لاره یې همدغه ده چې د کمونستانو په څېر پولیسي نظام جوړ کړي. خپل سیاسي مخالفین او د ملت خواخوږي یې د داعش په تور ونیسي او د اختناق فضا حاکمه کړي. که د اشرف غني خبرې د امریکایي لوري سره په همغږۍ وي بیا خو په دې کې شک نشته چې زموږ ولس ته بله توطیه په چمتو کېدو ده، چې با ضمیره افغانان یې باید په نطفه کې شنډه کړي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button