نړیوال بانک له طالبانو سره تر سولې وروسته له افغانستان مرستو ته چمتوالی نیسي

عزم( پنجشنبه، ۳۱زمری ،۱۳۹۸)نړیوال بانک وایی، له نړیوالو متحدینو سره په دې سلا مشورې کوي چې د طالبانو سره تر جوړجاړي وروسته له افغانستان سره اقتصادي همکارۍ څومره زیاتې کړي.

د دغه بانک له خوا په یوه خبرپاڼه کې راغلي، تر اوسه یې په همدې تړاو څو مشورتي ناستې کړې او دا موضوع یې له همغږو هیوادونو سره یاده کړې ده.
تیرکال هم د ژنیو په کنفرانس کې له دغه بانک نه غوښتل شوي وه، تر څو د افغانستان په تړاو یوه جامعه تګلاره برابره او د فقر سره د مبارزې په برخه کې په زیربنایي او اقتصادي پروژو پانګه اچونه وکړي.

افغانستان کې د نړیوال بانک رئیسه «هینری کرالي» وایي، افغان سوله د بشردوستانه مرستو د جلبولو لپاره ښه سوژه ده او نړیوال په تمه دي، چې له طالبانو سره له روغې جوړې سره سم له دغه هیواد سره د مرستو لړۍ بیا پیل کړي.
کرالي وایی، اوسمهال د اقتصادي مرستو د جلبولو لپاره د ځانګړو طرحو په هکله پر مشورو بوخت دي، چې د سولې د خبرو له بریا سره سم به دا طرحې نوی رنګ راوړي.

ټاکل شوې ده چې د نظریاتو راټولونه به له ټولو نخبه کسانو او افغانستان کې د نظر له خاوندانو وي، چې یوه سیاسي توافق ته تر رسیدو وروسته به په یوه ښه میکانیزم کې عملي بڼه غوره کړي.

نړیوال بانک غواړي نظریات، وړاندیزونه د یوه مشورتي سند په توګه راغونډ او یو مکمل تخنیکي راپور ترې جوړ کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: