طالبان: نن له امریکایی استازو سره د نهم پړاو مذاکرات پیل شول

عزم( پنجشنبه، ۳۱زمری ،۱۳۹۸)طالبان وایی، نن تر غرمې وروسته یې مذاکراتي ټیم له امریکایي استازو سره د نهم پړاو مذاکرات پیل کړي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «په دې مذاکراتو کې د امریکایي ټیم مشري زلمی خلیلزاد او د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم مشري محترم شیرمحمد عباس ستانګزي صاحب کوله.»

مجاهد زیاتوي، نننیو مذاکراتو کې په افغانستان کې د ناټو دغوڅ ملاتړ قوماندان جنرال سکاټ میلر هم حاضر و.
د یادونې وړ ده چې ډیری کتونکي د مذاکراتو دې پړاو ته د برخه لیک ټاکونکي پړاو په توګه ګوري، خو یو شمیر نور بیا وایي، چې لا هم دواړه لوري په یو شمیر مواردو کې هوکړې ته نه دي سره رسیدلي چې همدا ښایي دا مذاکرات لا پسې وغځوي.
د مذاکراتو دغه پړاو ته د ګډحکومت چارواکو هم شین څراغ ورکړی او هیله یې ښوودلې چې ښایي دا دور خبرې به یوې پریکنده پایلې ته د رسیدو ترڅنګ بین الافغاني خبرو او اوربند ته لار هواره کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button