زابل کې ۲۰ عسکر وژل شوي او یوه قرارګاه طالبانو نیولې

عزم(یکشنبه، ۰۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د زابل په مرکز قلات کې طالبانو تېره شپه د پولیسو پر یوې قرارګاه برید کړی، چې ۲۰ پولیس یې وژلي او یوه قرار یې ترې نیولې ده.

د زابل امنیتي چارواکي په زابل کې د پولیسو پر یوې قرارګاه برید مني، خو په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډده کوي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، بېګاه شپه ۱۰بجې یې د مرکز قلات اړوند د «سپینې غبرګې» په سیمه د عسکرو پر یوې مهمې قرارګاه برید کړی، چې ۱۵ عسکر یې وژلي، یو یې ژوندی نیولی او له دې قرارګاه یې ټولې سپکې او درنې وسلې هم له ځانونو سره وړي دي.

طالبان خپل لوري ته د یوه تن د وژل کېدو او د بل تن د ټپي کېدو ویلي دي.

همدارنګه طالبانو بېګاه شپه د قلات په نوي نورک سیمه کې هم د پولیسو یوه پوسته نیولې ده او پنځه یې عسکر یې وژلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button