شاهین: نن خپلمنځي مجلس لرو، مازدیګر بیا مذاکرات پیلیږي

 

عزم( دوشنبه، ۴ وږی ،۱۳۹۸)د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایی، بیګاه ماخوستن یې ترلس نیمو بجو پورې له امریکایي ټيم سره مذاکرات کړي او نن سهار به خپلمینځي مجلس ترسره کړي.
نوموړی زیاتوي، د مذاکراتو لړۍ به نن له مازدیګر وروسته بیا پیل شي او د ښه پرمختګ هیله ورته شته.

سرچینې وایی، د تیرې شپې مذاکراتو کې لوی او مثبت پرمختګ شوی او یواځې یوه وروستۍ نقطه یا پاراګراف پاتې چې ورباندې خبرې روانې دي.
طالب ویاند سهیل شاهین امریکا غږ ته ویلي، په همهاله توګه د دواړو لوریو تر منځ د موافقتنامې پر لیکلو کار پیل شوی چې په پښتو، دری او انګلیسي ژبو به خپره شي.
د سرچینو په باور، د موافقتنامې د لیکلو تر څنګ دواړو ټیمونو د افغانستان د مذاکره کوونکي پلاوي د لیست په ترکیب هم خبرې کړې چې طالبان یې پراخ بنسټه او د حکومت له انحصار لرې غواړي.

بل لور ته واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د جمهور رئیس اشرف غني د نږدې سلاکار او د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د مشر نادر نادري له قوله ویلي، چې حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره په چټکۍ چمتووالی نیسي او په وینا یې چې اوس یوه وړه ډله په ښه بڼه له طالبانو سره  د خبرو ترسره کولو لپاره روزل کېږي؛ خو دا چې څوک یې روزي، څه نه دي ویلي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: