د هرات والي: انسان تښتوونکي ووژنئ

عزم(دوشنبه، ۰۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د دغه ولایت پولیسو ته امر کړی، چې انسان تښوونکي دې ووژني او له منځه دې یوسي.

په دې وروستیو کې په هرات کې د انسان تښوونې پېښې ډېرې شوي دي، چې ځايي خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

نوموړي په هرات کې یوې خبري غونډې ته وویل، انسان تښوونکو، غلو او نامسووله وسله‌والو سره د نښتې پر مهال پر نوموړو ډزې وکړئ او له منځه یې یوسئ.

ده وویل، دا پرېکړه یې ځکه وکړه، چې په دغه ولایت کې د انسان تښوونې پېښې ډېرې شوي دي او ډېری خلک تښتول شوي، وروسته وژل شوي او له کورنیو یې پیسې هم اخیستل شوي دي.« هغه کسان چې اختطاف کوونکي دي، که وتوانېدئ هغوی ونیسئ، څو د قانون منګولو ته یې وسپارو، له هغې پرته ویشتل کېږي.»

د هرات ځايي خلک د والي له نوې پرېکړې خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې دغه ډول خبرې باید یوازې درسنیو پرمخ نه وي، بلکې په عملي ډګر کې یې خلکو ته ښکاره کړي او انسان تښتوونکي ووژني.

د هرات امنیه قومندان جنرال امین الله امرخېل وايي، په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې ۳۰ انسان تښتوونکي د پولیسو له لوري وژل شوي دي، خو بیا هم د انسان تښتوونې په پېښو کې کموالی نه دی راغلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button