شاهین: له امریکا سره د هوکړې په نهايي کولو کې یو

عزم(سه‌شنبه، ۰۵ وږی، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین وايي، نن به په ځايي وخت لس نیمې بجې له امریکايي ډلې سره خبرې دوام وکړي.

د شاهین په خبره، له امریکا سره د نهم پړاو د نهايي کېدو په درشل کې دي او هڅه کوي، چې دواړه خواوې د روانو خبرو په وروستیو جزئیاتو په لنډ وخت کې یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

د ګډ حکومت ویاند صدیق صدیقي هم روانو خبرو ته هیله‌من دی، خو وايي په قطر کې د روانو خبرو په اړه حکومت ته هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.

نوموړي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، اوس هغوی په خبرو بوخت دی، کومې پایلې ته نه دي رسېدلي، موږ وضعیت له نږدې څارو او باوري یو که خلیلزاد او ډله یې کومې پایلې ته رسېږي، د هوکړه لیک له اعلان مخکې افغان حکومت په رسمي ډول خبرول کېږي.

د طالبانو امریکا ترمنځ اته پړاوه خبرې شوي دي، خو د نهم پړاو خبرې د روانې اګسټ میاشتې په ۲۲مه پیل شوي او تراوسه روانې دي، چې دواړه خواوې پکې د پرمختګونو خبره کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button