د جوزجان په مرکز فیض اباد کې د قومندان په ګډون ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم( سه شنبه، ۵ وږی ۱۳۹۸): د جوزجان ولایت په مرکز فیض اباد کې بیګا شپه طالبانو پر یوې امنیتي قرارګاه برید کړی چې د قومندان په ګډون یې ۱۲ تنه وژلي او څو نور یې ټپیان کړي دي.

جګړه د فیض اباد اړوند په کوکلداش سیمه کې په یوې امنیتي قرارګاه ترسره شوې چې په ترڅ کې یې قرارګاه طالبانو نیولې او بکې میشتو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د فیض اباد ولسوال انجینر الف شاه رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې قومندان بازمحمد چې د فوځ پخوانی ډګروال او اوس مهال په کوکلداش سیمه کې د امنیتي قرارګاه قومندان وو په دغه جګړه کې له یوولس نورو سرتیرو سره وژل شوی دی.

هغه بازمحمد د یوې پنځوس کسیزې قطعې قومندان بللی چې بیګا شپه له طالبانو سره په جګړه کې له یوولس نورو ملګرو سره وژل شوی دی.

طالبانو د برید مسئولیت منلی ویاند یې ویلي چې بیګا شپه یې د جوزجان ولایت فیض اباد اړوند په کوکلداش سیمه کې یوه پوسته نیولې، چې پکې د قومندان بازمحمد په ګډون لس پولیس او اربکیان وژل شوي ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلی چې په دغه جګړه کې د دوی یو ملګری هم وژل شوی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button