ویسا: که ټاکنې وشي، د راتلونکې حکومت ډول به څرنګه وي

عزم(چهار‌شنبه، ۰۶ وږی، ۱۳۹۸ل): ویسا ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې« که فرضاً انتخابات ترسره شي ؟!» تر سرلیک لاندې سرمقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، ښه ټاکنې وشوې، خلکو پکې برخه واخیسته، خو پایلې به یې څه رقم وي او د راتلونکې نظام ډول به څنګه وي؟

«راځئ فرض كړو چې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شول. د اوسنیو اندېښنو پر خلاف ښه ترسره شول خلک هم له ټولو بې باوریو او ناخوالو سره را ووتل او رایې یې ورکړې. بیا به یې هم پایله څه وي؟ دغه پوښتنه ځکه مهمه ده چې تر اوسه پورې متاسفانه د اوسنیو انتخاباتي ټکټونو او ټیمونو په باب هېڅ فکر نه دی شوی، ځکه چې تر اوسه انتخابات تر پوښتنې لاندې دي چې ترسره کېږي که نه؟»

ورځپاڼې د ۲۰۱۴ز کال ټاکنو ته په اشارې لیکلي، هلته هم ټاکنې وشوې، پایلې په لوی لاس دوهم پړاو ته ولاړې او په پایله کې یې اوسنی ګډ حکومت جوړ شو.

«راځئ پر همدې اړخ یې فکر وکړو چې که انتخابات ترسره شي راتلونکی حکومت او نظام به مو په کومه بڼه وي؟ د ۲۰۱۴ ز په انتخاباتو کې خبره دوهم پړاو ته ووته وروسته په لوی لاس د انتخاباتو پایلې بحراني شوې. بالاخره د افغانستان د اساسي قانون خون واخیستل شو او د اجرائيه ریاست په نوم تشکیل زموږ په حکومتي تشکیلاتو کې ور زیات شو. که فرضاً راتلونکي انتخابات ترسره شي د ۲۰۱۴ کال سناریو به تر هغو څو چنده په بده بڼه عملي کېږي.»

ویسا د اوسنیو نوماندانو جوړښتونه قومي بللي او حتا زیات نوماندان د نویو، نویو تشکیلاتو خبره کوي، چې ښه بېلګه یې د حنیف اتمر ډله وه، چې د لومړي وزارت په څوکۍ سره وران شول او خپل ټاکنیز کمپاین یې ودراوه.

«تاسو د انتخاباتي ټکټونو اوسني ترکیب ته وګورﺉ، د حنیف اتمر ټیم د ډېر نا متجانس تشکیل په سبب په نیمه لار کې وشړېد. که دغه ټیم پاتې وای بیا به هم د انتخاباتو پایله پر هېواد د څو سره حکومت تپل کېدل وو، د اشرف غني او ډاکتر عبدالله ټیمونه اوس هم د قومونو په نوم د قومي ټیکه دارانو ټولګې دي، دوی هر یوه د یوې قومي ټولګې لپاره د واک او ځواک یو نوی تشکیل په پام کې نیولی دی، تر دې چې اوس آن د یوه قوم دوه او درې د واک د وېش نوي تشکیلات د دوی لخوا علان شوي دي. معنا دا چې د هېواد حکومتي تشکیلات د انتخاباتي سیالیو په ترڅ کې لیلام ته وړاندې شوي دي.»

د ویسا په باور، ځینې نوماندان نورو درولي، ځینې د حکومت بڼه بدلول غواړي، اجرائیه ریاست، د لومړي وزارت څوکۍ او ګڼې نورې سهامي ډلې هڅه کوي، چې په افغانستان کې یوي قوي مرکزي نظام نه وي، بلکې د افغانستان کمزوري کېدل غواړي.

«په دې ښایي د ولسمشرۍ د مقام حرص د ځینو نوماندانو کمزوري وبولو خو ځینې یې ښایي د پردیو له لوري دا کار دیوه ماموریت په بڼه ترسره کړي چې افغانستان د پیاوړې ادارې او حکومت خاوند نشي. د اشرف غني په باب څو میاشتې وړاندې په بهرنیو رسنیو کې دغه مساله را ووتله چې پر ۲۰۰۹ کال د افغانستان په تشکیلاتو کې د اجرائيه ریاست طرحه د ده وړاندیز ؤ چې وروسته یې پر ۲۰۱۴ کال عملي هم کړه. همدغسې ډاکتر عبدالله چې اوس د حاجي محمد محقق له پاره د ولسمشرۍ د شورا یو نوی تشکیل جوړ کړی، دا به زموږ راتلونکی حکومت د سهامي شرکت په ډېره ناوړه بڼه بدل کړي.

همدغه کرښې دې پرې ګواه وي چې که انتخابات ترسره شي بحران ته به وزي پایلې به یې نه منل کېږي او بیا به د نړیوالو د مداخلې په پایله کې یو مرکب معجون جوړېږي چې یوازې پردۍ اجنډاوې پلې کړي او د تېر په څېر به ګام پر ګام ولس د بربادۍ په لور بیایي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: