نور څه غواړي؟

ابوبکر مهاجر

یو بزرګ د غرونو په لور ووت، که ګوري چې یو حریص سړی ورپسې دی، بزرګ پوښتنه ترې وکړه چې څه غواړې؟ سړي ورته وویل چې مسکین یم یو څه راکړه. بزرګ د غره لورته ګوته ونیول او هغه د سرو زرو شو، ویل واخله.

بزرګ روان شو که ګوري چې بیا سړی ورپسې دی، پوښتنه یې وکړه چې څه غواړي ؟ سړي ورته وویل چې دا غر لږ دی. بزرګ بل غره ته ګوته ونیول او هغه هم د سرو زرو شو. د لږ تګ وروسته بزرګ شاته وکتل او سړی یې ورپسې وموندی. بزرګ پوښتنه ترې وکړه چې اوس بیا څه غواړې؟
سړي ځواب ورکړ:
«ګوته»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button