سمنګان کې د امنیتي چارواکو نشتون: طالبانو له توکو بار اکمالاتي موټر نیولی

عزم( پنج شنبه، ۷ وږی ،۱۳۹۸)د سمنګان ولایت د ولایتي شورا غړي وایي، طالبانو د دره صوف ولسوالۍ او د بلخ د کشندې ولسوالۍ ترمنځ د افغان ځواکونو پر یوه لوی کاروان برید کړی او له توکو بار انټرنشل موتر یې ترې بیولی دی.

د دغه ولایت دولایتي شورا مرستیال محمدهاشم سروري وایی، په مرکز ایبک کې د امنیې قوماندان، د ملي امنیت مدیر او ټول سیمیز امنیتي چارواکي د خپلمنځي اختلافونو له امله له ولایت نه وتلي او افغان ځواکونه له قوماندې پرته عمل ترسره کوي، چې له امله یې زیات تلفات هم وراوړي.
د ولایتي شورا غړی وایی، د طالبانو لخوا نیول شوي انټرنشنل موټر کې د غذایي موادو ترڅنګ په پراخه کچه وسلې او مهمات بار وه چې ټول د طالبانو لاس ته لویدلي دي.
ولایتي شورا په دغه ولایت کې د چارواکو د خپلمنځي اختلافونو لامل د کورنیو چارو د وزارت لخوا په سلیقوي توګه د کسانو ګمارل یادوي چې په وینا یې،دغه کار سیمیزه اداره له سخت حالت سره مخ کړې ده.
بل لور ته د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند منیر رحیمي رسنیو ته ویلي، چې یاد انټرنشنل موټر سوځول شوی او د طالبانو لاس ته نه دی لویدلی.

نوموړي په دغه نښته کې څو طالبانو ته مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ هغه ادعا هم ردکړې چې ګواکې امنیتي چارواکي دې له دغه ولایت نه وتلي وي.
سمنګان ولایت چې پراخه جغرافیه لري، زیاتره سیمې یې د طالبانو لخوا اداره کیږي او تر مرکز پورې د طالبانو پراخ نفوذ شتون لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button