د احد په غزا کې ۴۰ درسونه (۲۳ برخه)

عبدالله عزام

۲۴: په احد کې فرشتې
حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله تعالی عنه فرمایي:« ما د احد په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښي او کیڼ لور ته دوه خلګ ولیدل، جامې یې اغوستي وې او سخته جګړه یې کول، هغوی ما نه له دې مخکي لیدلي وو او نه مي بیا وروسته ولیدل. سعد رضي الله تعالی عنه جبرائیل او میکائیل علیهما السلام یادول.»[مسلم، کتاب الفضائل، باب في قتال جبرائیل و میکائیل] هغوی خاص د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ساتني او حفاظت لپاره راغلي وې، ځکه چې د خلګو له ضرر څخه د هغه صلی الله علیه وسلم د ساتني ذمه الله تعالی اخیستې وه. او له دې غزا پرته په بله کې د ملائکو جګړه کول ثابته نه ده، ځکه چې الله تعالی د هغوی سره ژمنه وکړه چې مرسته به یې کوي، او خپله وعده یې په دریو شیانو پوري ځوړنده کړل:صبر ، تقوی او د دښمن سمدستي یرغل کول. خو دغه درې شیان رامنځته نه شول ځکه مرسته هم حاصله نه شوه.[السیرة النبوية الصحیحة:۲/۳۹۱] الله تعالی فرمایي:
إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَن يَكْفِيكُمْ أَن يُمِدَّكُمْ رَبُّكُم بِثَلاَثَةِ آلاَفٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُنزَلِينَ 124 بَلَى إِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ وَيَأْتُوكُم مِّن فَوْرِهِمْ هَـذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُم بِخَمْسَةِ آلافٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُسَوِّمِينَ[آل عمران:۱۲۵،۱۲۴] ژباړه: « یاد کړه هغه وخت چې تا مؤمنانو ته ویل: آیا تاسي ته دا کافي نه ده چې الله د درې زرو فرشتو په رالېږلو درسره مرسته وکړي؟! بېشکه که تاسي د زغم په لرلو له الله څخه په وېرېدو کار وکړئ، نو په کومه شیبه کې چې دښمنان درباندې یرغل وکړي په هماغه شیبه کې به ستاسي رب له درې زره څخه تر پنځو زرو پوري د نښانه دارو فرشتو په وسیله درسره مرسته وکړي.»
۲۵: مرسته یوازي د الله تعالی له لوري ده
مرسته که په پیل کې وي یا په آخر کې د هماغه یوه الله له لوري ده، له مخلوقاتو څخه د هیچا ملک نه ده، چاته چې د الله تعالی خوښه شي ورپه برخه کوي یې او چاته یې چې خوښه شي ترې ګرځوي یې. دمرستي مثال د رزق، ټاکل شوي اجل او کار په څیر دی. الله تعالی فرمایي:
وَمَا جَعَلَهُ اللّهُ إِلاَّ بُشْرَى لَكُمْ وَلِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُكُم بِهِ وَمَا النَّصْرُ إِلاَّ مِنْ عِندِ اللّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ[آل عمران:۱۲۶] ژباړه : « دا خبره الله د دې لپاره درته کړې ده چې تاسي خوشاله شئ او ستاسي زړونه ډاډه شي، برلاسي او مرسته هر څه چې دي د هغه الله له خوا دي چې ډېر زورور او پوه لیدونکی دی.»
کله چې الله تعالی بندګانو ته مرسته مقرره کړي، نو بیا یې د دنیا هیڅ ځواک تر منځ د حائل کېدلو توان نه لري. او کله چې الله تعالی بندګانو ته ماته وټاکي نو هم د دنیا هیڅ ځواک توان نه لري چې د هغي ماتي او بندګانو تر منځ خنډ شي. الله تعالی فرمایي:
إِن يَنصُرْكُمُ اللّهُ فَلاَ غَالِبَ لَكُمْ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكِّلِ الْمُؤْمِنُونَ [آل عمران: ۱۶۰] ژباړه :« که الله مو مرستندوی وي، نو هیڅ قوت درباندې برلاس کېدی نشي او که هغه تاسي پرېږدي نو بیا له هغه وروسته څوک دی چې ستاسي مرسته وکړای شي؟ نو څوک چې ریښتیني مؤمنان دي هغوی دي یوازي پر الله توکل وکړي.»
خو د مرستي لپاره د الله تعالی له لوري ټاکل شوي رازونه دي چې مونږ پرې پوهېدلو ته اړتیا لرو. هغه څوک باید یوازي بیرغ د الله تعالی د رضا لپاره پورته کړي او اقدام وکړي څوک چې فوځ تشکیلوي. الله تعالی فرمایي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ [سورة محمد:۷] ژباړه :«ای مؤمنانو! که تاسي د الله سره مرسته وکړئ، نو هغه به ستاسي سره مرسته وکړي او ستاسي قدمونه به کلک کړي.»
مرسته د الله تعالی امرونو ته په لبیک ویلو، د هغه پر منهج او د جهاد په لاره کې په استقامت ښودلو کې ده.

دوام لري…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: