لغمان: ګډوځواکونو د روغتیایي مرکز د لمنځه وړلو ترڅنګ  ۵ ولسي وګړي شهیدان کړي

عزم(یک شنبه، ۱۰ وږی ،۱۳۹۸) راپورونه وایي، چې د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې ګډوځواکونو د څو ملکي کسانو د وژل کیدو ترڅنګ، روغتیایي مرکزونه او ولسي کورنه په نښه کړي او ودانۍ یې له منځه وړې دي.

خبر زیاتوی، پیښه د یادې ولسوالۍ اړوند شمکټ سیمه کې د اگست میاشتې په ۲۸ مه نیټه رامنځته شوې چې پر مهال یې ګډوځواکونو د دغې سیمې د کلینیک زړه ودانۍ، نوې تر کار لاندې ودانۍ او ورسره نږدې د ملکي خلکو څو کورونه يې په بمبونو والوزول او د کلینیک ټول طبي سامان آلات يې له منځه یوړل.

سیمیزې سرچینې وایي، ګډوځواکونو د پیښې پرمهال له کوم جرم پرته  ۵ تنه ولسي وګړي هم ځای پر ځای په شهادت رسولي او خلکو ته یې دروند زیان ور اړولی دی.

طالبانو په همدې هکله په یوه خپره شوې اعلامیه کې د پیښې د غندلو تر څنګ د صحت له نړیوال سازمان، په هیواد کې له مختلفو صحي او خدماتي نهادونو او بشرپالو ادارو څخه په جدي توګه غوښتي چې د دا ډول غیر انساني کړنو په غندولو، مخنیوي او مخالفت کې خپل مکلفیت ادا کړي.

اعلامیه کې ویل شوي،« نړیوالې بشرپالې ادارې خصوصا هغوی چې د صحت په بخش کې کار کوي، تل ټينګار لري چې د نړیوالو منلو شوو کنونسیونونو او توافقاتو له مخې هرډول صحي مراکز باید په جګړه کې له زیان رسولو څخه محفوظ وي، خو دلته عملا امریکايان او د هغو تر حمایت لاندې ادارې په ځلونو صحي مرکزونه په نښه کړي، طبي پرسونل يې له منځه وړي او طبي سازمان آلات يې تخریب کړي دي»
دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه هم ګډوځواکونو د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ پر بازار چاپه وهلې چې پر مهال یې دوه کلنیکونه، دوه د تیلو پمپونه، ګڼ شخصي وسایط او تر سلو ۱۰۰زیات دکانونه سوځولي او ودانۍ یې له منځه وړې دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button