کندهار: په نیښ ولسوالۍ د طالبانو د برید پرمهال ۲۶ تنه دولتي عسکر وژل شوي

عزم(یک شنبه، ۱۰ وږی ،۱۳۹۸)راپورونه وایی، چې طالبانو بیګاه شپه د کندهار ولایت په نیښ ولسوالۍ پراخ تهاجمي برید کړی چې ګڼو افغان ځواکونو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.
سیمیزې سرچینې وایي، برید بیګاه شپه یوه نیمه بجه د یادې ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ ، دخادو پر مرکز، دکمپ سیمي پر لویه پوسته پیل او تر ډیره یې دوام وکړ.
که څه هم د کندهار ځایی چارواکي په دغه برید کې د تلفاتو په هکله له څه ویلو ډډه کوي، خو طالبانو بیا ادعا کړې چې په دغه برید کې یې شاوخوا ۲۶ تنه عسکر وژلي دي.
طالبانو ویلي، برید کې یې سپکې ، درنې اولیزري وسلې کارولې، چې په پایله کې  یې ۱۲ تنه عسکر  په قومندانۍ کې او ۱۴ نور د ملي امنیت ریاست اړوند سیمه کې وژلي دي.
طالبانو په دغه پیښه کې د خپل یوه ملګري د وژل کیدو پخلی هم کړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button