بدخشان: د ملي اردو ځواکونو د ولسي خلکو ۴۰ کورونه سوځولي

عزم(یک شنبه، ۱۰ وږی ،۱۳۹۸) په داسې حال کې چې طالبانو د کندوز او بغلان ولایتونو په مرکزونو تهاجمي عملیاتو ته زور ورکړی، افغان ځواکونو بیا د دې ولایاتو په څنګ لوري ولایت بدخشان کې د طالبانو تر واک لاندې ولسوالیو د نیولو عملیات پیل کړي دي.
خبرزیاتوي، د ملی اردو د پامیر قول اردو ځواکونو د بدخشان ولایت، د بهارک او وردوج ولسوالیو ترمنځ ۳ کلیو باندې چاپه وهلې، چې پر مهال یې د اولسي خلکو ۴۰ کورونه سوځولي او په بمونو الوزولي دي.

سیمیزې سرچینې وایی، د ملی اردو له ځواکونو سره بهرنیان هم شتون لري او هڅه کوي، پر ولسي خلکو په فشار راوستلو سره طالبان اړ کړي، تر څو دوی ته سیمې پریږدي او له مقاومت نه لاس واخلي.
ځایي خلک وایی، ګډوځواکونو په سیمه کې پراخ هوایی او ځمکني عملیات پیل کړی او په لوی لاس ولسي خلک هدف ګرځوي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه هم ګډوځواکونو د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ پر بازار چاپه وهلې چې پر مهال یې دوه کلنیکونه، دوه د تیلو پمپونه، ګڼ شخصي وسایط او تر سلو ۱۰۰زیات دکانونه سوځولي او ودانۍ یې له منځه وړې دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button