کابل کې موټر چلوونکو ته برېښنايي جواز په ازمايښتي ډول ووېشل شو

عزم(سه‌شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): کابل ښاروالي وايي، په کابل کې یې د لومړي ځل لپاره د موټر چلوونکو لپاره برېښنايي جوازونه په ازمايښتي ډول وېشلي دي، چې وروسته به دغه چاره په ټول هېواد کې پیل کړي.

د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مومند حسنزۍ وايي، کابل ښاروالۍ له ټرانسپورت وزارت او د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت د اسان خدمت ادارې سره په همغږۍ د موټر چلوونې او د نورو لېږدونکو وسیلو د جوازونو چارې را لنډې او برېښنایي کړې دي، دا چې دا یو نړیوال عصري سیستم دی نو په پلي کولو سره به یې د ټرافیکو په مدیریت کې بې مخینې بدلونونه تجربه شي او په نږدې را تلونکې کې به رسما پرانیستل شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د دې په خبره، د موټر چلوونې برېښنا جواز یوازې هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې برېښنايي پېژندپاڼه له ځانونو سره ولري.

دا وايي، د برېښنايي جواز د وېشنې اداره په یوه ساعت کې د څلورو سوو جوازونو د وېش وړتیا لري او په عملي کېدو سره به یې په ترافیکي سیستم کې بې‌ساري بدلونونه راشي.

نوموړې زیاته کړه« وړمه ورځ مو د برېښنايي جواز ازمایښتي وېشنه پیل کړه. دا جواز ډېرې ګټې لري، خو عمده ګټې یې دا دي کله چې غوښتنکي وغواړي‌ لایسنس واخلي د پخوانۍ پروسې خلاف برېښنايي پروسه یې ډېر لږ وخت نیسي او بل دا چې په پخواني سیستم کې د کاغذ پرانۍ او شته فساد مخنیوی کوي.»

حسنزۍ زیاته کړه، اوس یوازې په درې ساعتونو کې یو غوښتونکی کولای شي، چې خپل جواز برېښنايي کړي، خو مخکې دې چارې ۲۱ پړاوونه وو او په اوونیو ـ اوونیو به کارونه ځنډېدل.

کابل ښاروالي داسې مهال د برېښنايي جوازونو د وېش لړۍ پیل کړې، چې په کابل کې د ترافیکو د ګڼوالي له امله ډېری لویې لارې په ساعتونو ـ ساعتونو تړلې وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button