د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي استعفا ورکړه

 

عزم(پنجشنبه، ۱۴ وږی ۱۳۹۸): د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي د ننګرهار د پیښې په غبرګون کې استعفا ورکړې چې د ولسمشر له لوري منل شوې هم ده.

د نوموړي استعفا وروسته له هغه منظور شوه چې بیګا شپه په ننګرهار کې د ملي امنیت اړوند صفر دوه ځواکونو څلور وروڼه د کور په انګړ کې دننه د خوب په بستر و وژل.

یادو ځواکونو دغه څلور تنه په داسې وخت کې وژلي چې له هیڅ وسلوالې ډلې سره یې تړاو نه درلود بلکې په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر غني کمپاینران او د فضل هادي مسلمیار نږدې خلک وو.

د دغو کسانو انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې نشر شوي دوی د مشرانو جرګې له رئیس فضل هادي مسلمیار سره یو ځای ولاړ دي او د غني په ملاتړ یې انځورونه جوړ کړي یا یې د امنیتي ځواکونو په منځ کې د هغوی څخه د دفاع په پار اخیستي دي.

دا په داسې حال کې دی چې مسلمیار د داعش په اکمالاتي مسئول تورن دی او دولت بیا یاد کسان له داعش سره تړلي بللي او تیر کال هم د مسلمیار د کورنۍ په خلکو امنیتي ځواکونو د داعش په نوم چاپه اچولې وه چې د ده د کورنۍ ۱۳ غړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

معصوم ستانکزی داسې مهال استعفا ورکوی چې د ملي امنیت اړوند قطعو په ټول هیواد کې خاصکر بیا په لوګر، میدان وردګ، پکتیا او ننګرهار کې بار بار ملکي وګړي په نشه کړل او آن په ګڼو ځایونو کې یې په بمونو کینول.

د یادونې وړ دی چې څو ورځې وړاندې د طلوع نیوز خبریال له ولسمشر غني څخه یوه پوښتنه همدا وکړه چې تر مخ به کومه ستره پیښه وشوه د ملي امنیت رئیس به استعفا ورکوله خو اوس ګڼې داسې پیښې وشوې او معصوم ستانکزي استعفا ورنکړه چې ولسمشر یې په ځواب کې و ویل هغه زمونږ خارجي دوستانو ته د منلو وړ دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button