طالبان: کابل او لوګر کې مو ۳۸ تنه بهرني او داخلي عسکر وژلي

عزم(پنجشنبه، ۱۴ وږی ،۱۳۹۸)طالبانو د کابل په شش درک او د لوګر په پاتخوا سیمه کې د بهرنیانو او داخلي عسکرو پر ګډو کتارونو د موټر بم بریدونو وروستي جزئیات رسنیز کړي دي.

طالبانو ویلي، نن له غرمې وړاندې د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند شش درک سیمه کې د ملامحمدعمر پکتیاوال په نامه یوه ځوان د بهرنيانو او داخلي عسکرو پر ګډکاروان موټربم برید وکړ.

اعلامیه کې ادعا شوې چې، په دغه برید کې دولس ۱۲ تنه بهرني عسکر او د کابل د امنیت د مرستیال ادریس په ګډون ۸ تنه داخلي عسکر ځای پر ځای وژل شوي، یو شمیر ټپیان دي.

طالبانو دغه راز د لوګر د برید جزئیات هم خپاره کړي او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې یې چې په امریکايي اوکورنیو سپيشلفورس عسکرو د موټر بم په توسط تر سره شو دوه۲ د بهرنیانو او دوه د داخلي عسکرو ټانګونه له منځه تللي او تر اتلسو ۱۸ پورې بهرني او داخلي عسکر وژل شوي دي.

طالبان وایي «دا هغه عسکر وو چې د لوګر ولایت مرکز اړوند الوزیو سیمې ته د عملیاتو په نیت ورغلي وو او تازه بیرته د خضر کمپاین ته را رسیدل.»

د یادونې وړ ده چې ناټو منلې د کابل برید کې یې دوه تنه سرتیري چې یو امریکایي او بل هم د رومانیا هیواد و، وژل شوي دي.
دغه راز د کابل حکومت امنیتي سرچینو د کابل د ملي امنیت د مشر په ګډون د لسو تنو وژل کیدل تائید کړي دي.
بل پلو د لوګر چارواکو ویلي، موټربم بریدد ۲۰۳ تندر قول اردو د لیوا په لومړي قراول کې پر بهرنیو ځواکونو هغه مهال شوې کله چې بهرنیان له یو لړ عملیاتو وروسته بیرته راستانه او مرکز ته د داخلیدو په حال کې وه.
چارواکو بیا هم دغه برید کې د څلورو ملکیانو له وژلو پرته د نورو تلفاتو په هکله څه نه دي ویلي او نه یې هم دا سپیناوی کړی چې په قراول کې دننه ملکي وګړي له امریکایانو سره په څه بوخت وه چې د برید ښکار ګرځیدلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: