ملاترخیل او ورور یې په ارګ کې د حج او اوقافو وزیر وهلی او سپکاوی یې کړی

 

عزم(شنبه، ۱۶ وږی ۱۳۹۸): پرون د جمعې په ورځ د ارګ په جامع جومات کې د ولسي جرګې پخواني غړي ملاترخیل، ورور یې دادالله، د ولسي جرګې دوه نورو وکیلانو شاه وزیر او حاجي خان تره خیل او د کورنۍ غړو یې د حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم منیب وهلی او سپکاوی یې کړی.

د حج او اوقافو وزارت له لوري په خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې دوی څو څو ځله مخکې هم د دغه وزارت له وزیر عبدالحکیم منیب څخه ناوړه، نامشروع او غیر قانوني غوښتنې کړې وې خو هغه یې پر وړاندې جدي برخورد کړی وو او دغو زورواکو ته نه وو تسلیم شوی.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي «د ارګ په جامع جومات کې د شپږو زورواکو له لوري د مولوي عبدالحکیم منیب سپکاوی، تحقیر او له هغه سره فزیکي شخړه د جومات، وزارت، علمای کرامو او په ټوله کې د شته نظام څرګند سپکاوی او له قانون څخه سرغړونه ده. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دا توهین په کلکو ټکو غندي او ترسره کوونکو ته یې د قانون په رڼا کې د سزا غوښتنه کوي.»

دا لومړی ځل نه دی چې دا وړ پیښه رامنځته کیږي بلکې تر دې وړاندې هم څو ځله د زورواکانو له لوري په زور خپل کارونه ترسره شوي او لوړپوړي چارواکي یې وهلي او ټکولي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button