آلمان له کابل څخه خپل ځواکونه وایستل

 

عزم(دوشنبه، ۱۸ وږی ،۱۳۹۸)د طالبانو لخوا په ګرین ویلیج کمپ تر برید وروسته د آلمان هیواد خپل ټول سرتیري چې کابل کې د افغان سرتیرو په روزنه بوخت وه، ایستلي دي.

اسپونتیک خبري شبکې راپور ورکړی چې، دغه آلماني ځواکونه د سپټمبر پر ۸ مه نیټه له کابل څخه د مزار شریف ښار ته انتقال شوي دي.
سرچینې د آلمان د فدارلې ادارې د چارواکو له قوله ویلي یواځې محدود او کم شمیر سرتیري پاتې دي، چې هغه به هم د هوایي ډګر نظامي اډې ته انتقال او د افغان ځواکونو له روزنې به لاس واخلي.

آلمان وروسته تر هغه دا پریکړه کوي، چې اونۍ وړاندې طالبانو د کابل ښار کې د بهرنیانو په لوی نظامي مرکز «ګرین ویلیج» چې آلمانیان هم په کې میشت وه، پراخ تهاجمي برید وکړ او په ترڅ کې یې لسګونو بهرنیانو ته مرګ ژوبله ور واوښته چې لوی شمیر یې قراردادیان وو.

آلمان هیواد دا مهال په افغانستان کې تر زرو زیات پوځیان لري، چې لویه کچه یې په مزارشریف ښار کې میشت دي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button