میدان وردګ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې ۹ تنه ملکیان وژل شوي

 

عزم(دوشنبه، ۱۸ وږی ۱۳۹۸): امریکایي ځواکونو تیر ماښام د میدان وردګ په سیداباد ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۹تنه ملکي وګړي وژلي دي.

پیښه د سیداباد ولسوالۍ اړوند د تنګي درې ته څیرمه د جوی زرین په بازار کې هغه مهال رامنځته شوې چې یاد خلک میلمستیا ته روان وو چې بې پیلوټه الوتکې برید پرې وکړ.

ویل کیږي په دغه برید کې د یو پلار عبدالرحیم او ۳ زامنو په ګډون ۹ تنه ملکيان وژل شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د والي ویاند د پیښې تایید کړی، خو جزئیات یې نه دي ورکړي.
محب الله شریفزي ویلي چې د پیښې د پلټنې په اړه یې پلاوی ټاکلی دی چې وروسته به یې جزئیات شریک کړي.

د یادې پیښې په غبرګون کې د میدان وردګ ولسونو د کابل–کندهار لویه لار تړلې او د امریکا ضد شعارونه ورکوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button