مجاهد:ټرمپ ته دې د امپراطوریو هدیره سمه معرفي شي

عزم(پنج شنبه، ۲۱ وږی ،۱۳۹۸)طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د ټرمپ وروستیو خبرو ته چې پر طالبانو یې د بریدونو د زیاتوالي خبر ورکړی و، توند غبرګون ښوودلی.
مجاهد په یوه ټویټ کې ویلي « ټرمپ باید له هوشه کار واخلي، دی لا هم نه دی پوه چې له څه ډول ملت سره په جګړه ده، مشاورین یې باید پوه کړي او دامپراطوریو هدیره افغانستان ورته معرفي کړي.»

ذبیح الله مجاهد د ټرمپ له خوا په جګړو د ټینګار خبرې بیځایه بللې او زیاته کړې یې ده چې «په اتلسو کالوکې امریکا هر ډول وحشت تجربه کړ، زموږ مقاومت نورهم پیاوړی شو، خو امریکايي جنرالان اوجنګي ستراتيژۍ پرلپسې ناکامه شوې.»
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ له طالبانو سره د یوه امریکایی د وژل کیدو پر سر خبرې درولې او ټینګار یې کړی چې ګواکې دا خبرې نور له منځه تللې دي.

د باخبره سرچینو د مالوماتو له مخې داسې ښکاري چې په توافقنامه کې ځای شوي مواد د ځینو کړیو خوښ نه وو، دغه ټکي د امریکا پر حکومت په کور دننه فشار زیات کړی و، د مذاکراتو مخالفینو او جنګ غوښتونکو جهتونو ورته ویل چې توافقنامه زموږ په ګټه نه ده، د کابل ادارې هم خپل معلومات او نظریات امریکایې چارواکو ته داسې وړاندې کول چې د مذاکراتو جریان تاواني او خطرناک وښيي، یا ښایي دغې ادارې امریکایانو ته دا کاذب امید ورکړی وي چې په زور جنګ ګټلی شو خو چی تاسی لیږ زور لا نور وکړی، نو ممکنه ده چې ټرمپ او ملګرو دې دا قدم په دې خاطر اوچت کړی وي چې همغه جنګ غوښتونکو او د مذاکراتو مخالفو ته څه وخت ورکړي او بیا ور ته ووایي چې دا ده له مذاکراتو پرته هم هیڅ نه ترلاسه کیږي، هغه مذاکرات لا ښه و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button