د کندهار په شاولیکوټ کې دوه پولیسو خپل ۹تنه ملګري وژلي

 

عزم(شنبه، ۲۳ وږی ۱۳۹۸): بیګا شپه د کندهار په شاولیکوټ سیمه کې دوه پولیسو د پوستې د قومندان په ګډون ۹تنه وژلي وروسته له ګڼ شمیر وسلو او یو موټر سره تښتیدلي دي.

د کندهار ځایي خبریال صدیق الله افغان هم دغه خبر ورکړی دی او وایي چې دوه پولیسو خپل ۹تنه ملګري وژلي وسلې، مهمات او یو موټر یې له ځان سره بیولی دی.

بلخوا طالبانو بیا دغه دوه تنه پولیس خپل نفوذي ملګري بللي او ادعا یې کړې چې د شاولیکوټ اړوند داماني سیمه کې یې دوه تنو نفوذي ملګرو د قومندان سیف الله په ګډون ۹ تنه عسکر وژلي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي زیاته کړې چې دواړه نفوذي ملګري یې له ۷ میله وسلې، یو فلډر موټر، ګڼ شمیر مهماتو او نورو سامانونو سره تر دوی روغ رمټ رسیدلي دي.

کندهار ولایت کې نفوذي بریدونه خورا زیات ترسره کیږي چې د دغه ولایت امنیه قومندان جنرال رازق هم د یو نفوذي بریدګر له لوري و وژل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: