د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ طالبانو نیولې

 

عزم(شنبه، ۲۳ وږی ۱۳۹۸): له فراه ولایت څخه یو شمیر سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت بالا بلوک ولسوالۍ له یوې سختې جګړې وروسته سقوط کړی دی.

یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته د بالا بلوک د سقوط خبر منلی خو د فراه ولایتي چارواکي بیا وایي چې ولسوالۍ باندې جګړه روانه ده خو تر دا مهاله ولسوالۍ سقوط نده کړی.

چارواکي وایي د ولسوالۍ د عسکرو مرستې ته یې مرستندویه ځواکونه لیږلي خو لا ندي رسیدلي چې په رسیدو سره به یې حالات بیرته سم شي.

بلخوا طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د بالا بلوک د نیولو خبر نه دی ورکړی خو طالبانو ته نږدې سرچینو یوه ویډیو نشر کړې چې د ولسوالۍ پر تعمیر سپین بیرغ ولاړ او تعمیر یې د دوی لاسته لویدلی ښکاري.

په تیره یوه اونۍ کې دا نهمه ولسوالۍ ده چې د طالبانو لاسته لویږي تر دې مخکې د فراه انار دره، د بغلان ګذرګاه، د تخار درقد، یمګان او خواجه بهاءالدین د کندز خان اباد، قلعه ذال او دشت ارچي ولسوالۍ طالبانو نیولې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: