نیویارک ټایمز: بي بي سي پښتو څانګه زمونږ په حواله غلط معلومات نشروي

 

عزم(شنبه، ۲۳ وږی ۱۳۹۸): د نیویارک ټایمز ځوان او مشهور خبریال، مجیب مشال، په خپل ټویټر کي له بي بي سي پښتو څانګي څخه شکایت کوي چي د نیویارک ټایمز خبر يې تحریف او غلا کړی دی.

بي بي سي پښتو د نیویارک ټایمز په حواله لیکلي دي،«طالبانو امریکايي مرکچیان اړ کړل چي په ټاکنو کي د ولسمشر اشرف غني د بیا بریالي کېدو مخه ونیسي او له هغه سره په واک کي له شریکېدلو ځان وساتي.»

مجیب مشال وايي نیویارک ټایمز اصلا داسي څه نه دي لیکلي. په بل عبارت، بي بي سي پښتو له خپله ځانه دا چرندییات لیکلي دي، او د نیویارک ټایمز تر نامه لاند‌ي یې تېر کړي دي.

په میډیا کي، داسي څرګنده فرهنګي غلا او تحریف یوازي د هغو مطبوعاتي مرکزونو کار دی چي مخصوصه او شریره اجنډا ولري. د بي بي سي د پښتو څانګي اجنډا د اشرف غني لپاره کمپېن او فرهنګي جوالي ګري ده.

پدې تېرو څو کلونو کي، بي بي سي پښتو څو ځله فرهنګي غلاوي کړي دي. اخبار يې تحریف کړي دي. او د ارګ مشر لپاره يې د بي بي سي نوم او حیثیت ته کاري صدمې رسولي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button