د والیانو ټولنه: د طالبانو او امریکا مذاکرات دې بیا پیل شي

عزم(سه شنبه، ۲۶ وږی ،۱۳۹۸)د افغانستان د والیانو ټولنې تیره ورځ په یوه غونډه کې له امریکا او طالبانو وغوښتل چې د مذاکراتو میز ته یوځل بیا ور وګرځي او د افغانستان روانه شخړه دې له دیپلوماتیکو لارو حل کړي.
ګډونوالو وویل، روانه شخړه یواځې د جګړې د اصلي لوریو «طالبانو_امریکا» ترمنځ د خبرو له لارې حل کیږي او په دې برخه کې باید دواړه لوري انعطافونه وښیي.

د والیانو د ټولنې غړي عبدالکریم متین وویل، جنګ د حل لاره نه ده او د جګړې دوام د سولې رامنځ ته شوي فرصتونه ضایع کوي.
د دې ټولنې یوبل غړی عمر ساپی بیا وایي چې ګواکې د کابل حکومت د جنګ د پای ته رسیدو او د سولې لپاره جامع او هر اړخیزه تګلاره نه لري او په دې تړاو یې لا هم ملي اجماع نه ده رامنځ ته کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: