طالبانو د کابل او پروان د چاودنو مسئولیت ومنلو

 

عزم(سه شنبه، ۲۶ وږی ۱۳۹۸): نن غرمه مهال په کابل او پروان کې دوه زورورې چاودنې وشوې چې د دواړو مسئولیت طالبانو ومنلو.

لومړی چاودنه یوولس نیمې بجې شاوخوا د پروان مرکز چاریکارو کې د ولسمشر غني د کمپایني غونډې ته څیرمه وشوه چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د پروان د چاودنې په اړه د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي چې چاودنه د پولیسو تربیوي مرکز په لومړي نظام قراول کې د یو سرتیري برید له امله رامنخته شوې چې په موټرسایکل سپور وو او دغه سیمه کې یې چاودنه وکړه.

نوموړي د چاودنې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو د دغه ولایت د روغتیا ریاست رئیس ویلي چې د چاودنې له ځای یې ۲۴ جسدونه او ۳۱ ټپیان وروړي دي.

طالبانو د دغه برید مسئولیت منلی او ادعا یې کړې چې د کابل ادارې د ریاست جمهوري ځانګړي ګارد، استخباراتو او د قطعه خاص په هغو عسکرو یې د نثار احمد په نوم یو تن سرتیري بریدګر ملګري برید کړی دی چې د پولیسو د تعلیمي مرکز په لومړي نظام قراول کې سره راټول شوي وو.

طالب ویاند ویلي چې په دغه برید کې ۲۸ تنه د ملي امنیت، قطعه خاص او ریاست جمهوري د ګارد غړي پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

دوهمه چاودنه د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند د امریکا سفارت ته څیرمه د دفاع وزارت د پیژنتون په مرکز کې شوې چې مرګ زوبله یې اړولې ده.

طالبانو همدا راز د دغه برید مسئولیت هم منلی او ادعا یې کړې چې برید یې د دفاع وزارت د پیژنتون ریاست په دروازه کې په راټولو شویو افسرانو او عسکرو کړی چې لسګونه افسرانو او عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button