طالب استازو د چین هیواد له جګپوړو چارواکو سره پر مهمو مسائلو خبرې کړې/انځوریز

چین ته د طالبانو دسیاسي مرستیال او د سياسي دفتر د مشر ملابرادر اخند په مشرۍ نهه کسیز پلاوي د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت له جګپوړو چارواکو سره لیدنې کتنې کړې دي.
په هغه اعلامیه کې چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا خپره شوې، په کې راغلي؛ «د مجلس په جریان کې د چین هیواد چارواکو وويل، موږ له اسلامي امارت سره اړیکو ته په درنه سترګه ګورو، همدا راز موږ ته د افغانستان د قضيې حل او دهغه هيواد ثبات موږ ته ډیر مهم دي.
موږ له خپل اثر او رسوخ نه په استفاده کوشش او هڅه کوو چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ دریدلي مذاکرات بیرته پيل شي.»
په یاده ناسته کې د طالبانو سیاسي مرستیال مشر ملابرادر اخند ویلي، که امریکا نهایی شوې توافقنامه ورسره لاسلیک کړې وای، نن د سپټمبر پر درویشتمه نیټه به په رسمي توګه بین الافغاني مذاکراتي پیلیدل.
طالبانو ویلي، په موقف کې یې هیڅ راز بدلون نه دی راغلی او په وینا یې چې « اسلامي امارت اوس هم د خبرو له لارې د موضوع په حل باور لري»
طالبانو یوځل بیا ویلي، چې مذاکراتي پروسه چې بریا ته رسیدلې وه، د امریکایانو لخوا لغوه شوه، نو تر دې وروسته به یې د ټولو عواقبو پړه هم د ټرمپ پرغاړه وي.


