طالبان وایي د کندهار بریدګر یې نفوذي ملګری وو، ۱۲ تنه بهرنیان یې وژلي

 

عزم(دوشنبه، ۱ تله ۱۳۹۸): طالبانو د هغه بریدګر نوم، انځور او ځای نشر کړي چې نن یې د کندهار په نظامي هوایي ډګر کې پر بهرنیو ځواکونو برید کړی دی.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن مازدیګر مهال یې د کندهار په هوايي ډګر کې دننه د صفي الله په نوم یو تن نفوذي ملګري چې د عبدالحمید زوی دی پر بهرنیانو زرید کړی دی.

طالبانو یاد نفوذي ملګری د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اوسیدونکی یاد کړی چې د کندهار په هوايي ډګر کې يې د پولیسو په جامه کې ځای نیولی وو او نن یې د امریکايي افسرانو او عسکرو په یوه ډله باندې له نیږدې څخه برید وکړ چې د لومړنیو معلوماتو له مخې یې ۱۲ تنه بهرني عسکر وژلي دي.

طالبانو ویلي دی چې صفی الله له ډیر وخت د یاد هدف په انتظار تیرې کړې خو نن ورته د دوی له لوري اجازه ورکړل شوه چې مازدیګر مهال خپل هدف ته ورسیده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button