ویسا: ټاکنې د ولس انتخاب نه دی

عزم (سه‌شنبه، ۰۲ تله، ۱۳۹۸ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې «ویسا» په خپله سرلیکنه کې لیکلي، ټاکنې د ولس انتخاب نه دی، ځکه ولس نور په ټاکنو باور نه لري او سوله غواړي.

ورځپاڼه لیکي، په روانو ټاکنیزو غونډو کې اشرف غني پر عبدالله او عبدالله پر اشرف تورونه پورې کوي او خپلې غاړې سپینوي، خو د دوی دواړه د یوه حکومت مشران وو او دواړه په یوه اندازه پړه دي.

«د شکایاتو کمیسیون تر اوسه چې د ولسمشرۍ د نوماندانو څومره شکایتونه ثبت کړي دي تقریباً ټول یې د غني او عبدالله د ټیمونو دي چې غالباً دوی د یو بل پر خلاف ثبت کړي دي.

د دوی دواړو کمپایني غونډې هم تر ډېره حده د یو بل پر غندلو بوختي وي، ځکه چې اصلاً له دوی پرته نور نوماندان یا د انتخاباتو پر کېدو باوري نه دي یا یې په دغه حساس وخت کې ترسره کېدل د هېواد په ګټه نه بولي او یا همدغه په واک کې ټیمونه پر دې تورنوي چې د درغلیو او تقلب لارې چارې لټوي او د ولس حقیقي رایه په دغه بهیر کې بې ارزښته ده.

غني اجرائيه ریاست شپږمه ګوته بولي او د تېرو پینځو کلونو د ټولو ناخوالو پړه پر ډاکتر عبدالله ور غورځوي، عبدالله بیا د تدارکاتو په شمول د نږدې اته ملیارده ډالره پور او نورو سترو درغلیو او غلطو  اقداماتو خبره کوي چې ګواکي ولسمشر غني ترسره کړي دي. ډاکتر عبدالله په وروستیو کې له امریکا غوښتي چې د تدارکاتو په اداره کې د درغلیو او مالي فساد موارد دې وڅېړي.»

د ویسا په باور، په راتلونکو ورځو کې به دواړه هغه څه نور هم ووايي، چې دا پنځه کاله یې نه وو ویلي او دواړه به یو بل نور هم رسوا کړي.

«داسې ښکاري چې په دې پاتې کمپایني ورځو کې به دواړه لوري یو بل نور هم رسوا کړي. هغه څه چې له دې رسوائيو نه زموږ ولس باید زده کړي دا دي چې:

د اجرائيه ریاست او یا په بل هر نامه د حکومتي واک وېش په اوسمهال کې د ولس په خیر نه دی، ښه تجربه یې همدغه حکومت ؤ چې هېواد یې له سترو بربادیو سره مخ کړ.

اوس چې د حکومت دواړه مشران د راتلونکې لپاره بیا نوماندان دي له بدو سیاسی معاملو نیولې تر اداري فساد او نورو بدمرغیو پورې دواړه پکې شامل او شریک دي، یو یې هم برائت نشي موندلای.»

ورځپاڼې لیکلي، دواړه مشران پړه دي، که عبدالله اشرف غني مجرم ګڼي، نو ولې یې دا پنځه کاله څه نه ویل او که اشرف غني عبدالله مجرم ګڼي، نو ده ولې څه نه ویل، ځکه دواړه د واک تږي او اوس دغه خبرې رابرسېره کېږي.

«ډاکتر عبدالله چې د تدارکاتو د فسادونو په باب له امریکایانو د څېړنې غوښتنه کوي یو پیغام یې ظاهراً دا دی چې غني د امریکایانو تر عتاب لاندې دی، دی به یې نه وي. خو که هر صورت وي افغان ولس ته دواړه پړه دي. ځکه که د غني په یو طرفه غیر ملي او بدو اقداماتو عبدالله پینځه کاله چوپ پاتې شوی یا یې د جرم شریک دی او یا دومره بې کفایته او پر مقام مین چې نه یې د غني مخه ونیولای شوه او نه یې ځان له دې مسوولیته وژغوره.

په هر صورت ظاهراً د راتلونکې سیالۍ هم په اوسني فساد او آن ملي خیانت تورن حکومت د دوو اړخونو تر منځ دي، خبره هېڅکله د ښه او بد تر منځ د انتخاب نه ده، د بد او ډېر بد تر منځ هم نه ده، د دوو ډېرو بدو تر منځ ده چې که په ریښتینې معنا ولس د واک خاوند وي انتخاب یې اوسنی انتخاب نه دی، سوله ده، خدای دې وکړي انتخابات پر ولس تر اوسني بد وضعیت تحمیل نه کړي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button