د لوګر په مرکز پل عالم کې ۷ سنګوري پولیس وژل شوي

عزم(چهارشنبه، ۳ تله ۱۳۹۸): بیګا شپه طالبانو د لوګر مرکز پل عالم کې د سنګوري پولیسو په پوسته برید کړی دی چې ۴ تنه سنګوریان یې وژلي دي.

سیمئیزې سرچینې وایي چې طالبانو د لوګر مرکز پل عالم اړوند په کونجک سیمه کې د سنګوریانو په پوسته د سپکو او درنو وسلو په مټ برید ترسره کړ چې ۴ تنه سنګوریان پکې وژل شوي دي.

له دغې پیښې وروسته په همدغه سیمه کې یوه بله نښته هم رامنځته شوې چې پکې درې سنګوري پولیس وژل شوي او وسلې یې د طالبانو لاسته ورغلي دي.

له سنګوریانو نیول شوې وسلې

تر اوسه طالبانو او د لوګر ولایتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې لوګر ولایت کې بریدونو زور اخیستی چې دولت یې په مخه نیونه کې پاتې راغلی.

تیره ورځ هم د لوګر محمداغې ولسوالۍ اړوند زرغونښار له کلي څخه هم د سنګوریانو یوه لویه قرارګاه د طالبانو له پرله پسې بریدونو وروسته تخلیه شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: