د سمنګان له دره صوف وروسته د فاریاب قرمقل ولسوالۍ هم سقوط شوه

عزم(جمعه، ۵ تله ۱۳۹۸): بیګا شپه طالبانو د فاریاب په قرمقل ولسوالۍ له څو لوریو بریدونه کړي، داسې ویل کیږي چې ولسوالۍ سقوط شوې او د طالبانو لاسته لویدلې.

بلخوا بیا د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند د قرمقل ولسوالۍ د سقوط خبرونه بې ځایه بولي او وایي چې هلته د سرحدي لوا د قومندان په ګډون سرحدي سرتیري او کمانډو ځواکونه وجود لري وضعیت د دوی تر کنټرول لاندې دی او طالبانو ته یې تلفات اړولي دي.

د حبیب الله په نوم د سیمې یو اوسیدونکي بیا عزم ته ویلي چې ولسوالي طالبانو ونیوله ټول سامان او الات یې له خان سره وړي خو د هوایي ځواک په مټ اوس عسکر د ولسوالۍ ودانۍ ته بیرته نږدې شوي دي.

طالبان وایي چې د قرمقل ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټولې پوستې یې نیولي دي، ګڼ شمیر عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې، ۲ هاموي ټانګونه، ۴ رینجر موټر، ډیره سپکه او درنه وسله لاسته ورغلې ده.

د فاریاب قرمقل ولسوالۍ داسې مهال سقوط کوي چې بیګا شپه د سمنګان ولایت دره صوف پائین ولسوالۍ هم طالبانو نیولې وه او ۲۰ تنه سرتیري یې پکې ژوندي نیولي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button