ویسا: ولس انتخابات تحریم کړل!

عزم(یکشنبه، ۷ تله ۱۳۹۸): ویسا ورځپاڼې هم خپله ننی ګڼه کې د پرونیو ټاکنو په اړه د ولس انتخابات تحریم کړل تر نامه لاندې مقاله لیکلې او زیاته کړې یې ده چې که څه هم د انتخاباتو اړوند کمیسیونونه او حکومت ټاکنو کې د خلکو نه ګډون ګواښونه او ننګونې بولي، خو ولس دغه انتخابات عملا تحریم کړل ځکه پر هغو ولایتونو کې چې بشپړ امن دي هم خلکو ګډون نه وو کړی چې له دې هم پر انتخاباتي پروسه د خلکو نه باور له ورایه معلومیږي.

ویسا لیکلي، سره له دې چې دغه پروسه ډیره کمرنګه وه، که د تیرو انتخاباتو په څیر خلکو ګډون کړی وی شاید د یو ستر ګواښ په څیر احساس شوې وی چې اوس یې هم ویره شته.

ورځپاڼه لیکي «په هر صورت که په پرونۍ پروسه کې درغلي او لاسوهنه ونه شي تر ټولو جدي نیمګړتیا به یې د خلکو د ګډون کمه کچه وي، دا لومړی ځل دی چې په دې پروسه کې د ګډونوالو کتار جوړ نه شو. بیا هم رسنیو ته په زرګونو شکایتونه رسېدلي دي وروسته به معلومېږي چې له دې انتخاباتو څه را وزي.»

ویسا ورځپاڼې لیکلي چې انتخاباتو کې د نه ګډون ګڼ لاملونه ښودل کیږي خو تر ټولو غوره مفهوم یې دا دی چې ولس انتخابات تحریم کړل.

«په هر صورت انتخابات ترسره شول، خو که یې له ټولو تیاریو سره په رایو کې د ولس د ګډون کچې ته وګورو غوره مفهوم یې دا دی چې ولس انتخابات تحریم کړل. دا چې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه د مشروعیت معیار نه دی بېله خبره ده، خو ډرامه هم خپل حد او برید لري. په داسې هېواد کې چې څلور لسیزې پکې جګړې دوام لري، داسې څوک چې د ولس ملاتړ او رایه ورسره نه وي هېڅکله هم نشي چلېدای، وګورو چې له دې انتخاباتو څه پایلې راوزي، که د خلکو پر نه ګډون د پاسه د درغلیو او سپېرو لاسوهنو بهیر پکې ثابت شي. بیا خو به هېواد په ریښتینې معنا یوه بل درانه بحران ته درومي، چې پړه به یې د همدوی پر غاړه وي چې ولس یې د خپلو هوسونو لمبو ته ورغورځولی دی.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button