ویسا: د مسلمیار خبرې په ټاکنو کې د درغلۍ ثبوت دی

عزم (چهار‌شنبه، ۱۰تله، ۱۳۹۸ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د مشرانو جرګې د مشر هغو خبرو ته اشاره کړې، چې ویلي یې وو، غیر بایو مېټریک رایې به د ټاکنو د کمېسیون د مشرې په پلار هم ومني.
ورځپاڼه لیکي، دغه ډول څرګندونې د دې ثبوت دی، چې د اشرف په مشرۍ ډلې یې په ټاکنو کې پراخه درغلي کړې ده او کېدای شي اوسنۍ پایلې هم د ۲۰۱۴ز کال د ټاکنو په برخلیک اخته شي.
«پرون د سنا رییس فضل هادي مسلمیار چې د اشرف غني د ټیم غړی او د سنا د رییس په توګه د نوموړي تر احسان لاندې دی، د سنا په غونډه کې ډېره غیر مسوولانه خبره وکړه، وې ویل چې د کمیسیونو په پلار به غیر بایو متریک رایې مني. د دغې خبرې معنا نه یوازې پر کمیسیونونو د زور او فشار اعمال ؤ بلکې د غني پر ټیم چې د غیر بایو متریک رایو د درغلیو تورونه وو هغو ته یې نور هم لمن ووهله. خو د مسلمیار د خبرې په غبرګون کې چې د سنا د مرستیال د دفتر او اجرائيه ریاست له دفتر کومې اعلامیې خپرې شوې دا یې وښودله چې که خدای مه کړه له تدبیر او هوښیارۍ کار وا نه خیستل شي هغه اټکلونه او اندېښنې به ټولې رښتیا شي چې د تلې د ۶ مې انتخابات به د ۲۰۱۴ کال تر انتخاباتو په بد او ناوړه بحران بدل شي.»
ویسا لیکي، اوسنۍ ټاکنې هم د ۲۰۱۴ز کال د ټاکنو په برخلیک اخته کېدونکي دي، چې بیا به دوه سره حکومت جوړېږي او د رایو پایلې به بیا بل څوک اعلانوي.
«په ۲۰۱۴ کال ولسمشر او د حکومت کوم اړخ نوماندان نه وو، حکومت پر ځای ؤ لومړی پړاو سیالۍ په آرامۍ دوهم پړاو ته لاړې خو په دوهم پړاو کې په بحران بدلې شوې چې پایله یې پر افغانستان د داسې دوه سره حکومت تپل کېدل وو چې د خلکو رایې پکې سپکې وګڼل شوې او ډیموکراسي پکې مسخه شوه. اوس خو چې تر اوسه د انتخاباتو څو ورځې تېرې شوې خبره تر ګواښونو او د حکومت له ادرسه د یو بل پر خلاف د اعلامیو تر خپرېدو ورسېده په داسې حال کې چې اټکل دا دی چې د انتخاباتو دوه مخکښ لوري پر حکومت مسلط دي او دواړه د نیمایي واک دعوه دار هم دي. که خدای مه کړه خبره له اصولي چوکاټونو وزي او د حکومت او واک له ادرسه یو د بل پر خلاف اعلامیې خپرېږي د دې پایلې به څه وي او موږ به په کوم ډول بحران کې ښېکېل وو؟»
ویسا لیکي، کېدای شي د تلې د شپږمې ټاکنې په افغانستان کې وروستۍ وي، ځکه نور څوک نه غواړي، چې په داسې ټاکنو کې برخه واخلي، چې پایلې یې بل څوک اعلانوي.
«اشرف غني او ځینې نور حکومتي یاران تېر انتخابات د ولسواکۍ د بهیر دوام بولي، که خدای مه کړه د ولس لخوا د تحریم شویو انتخاباتو د پایلو تر اعلان مخکې دواړه اړخونه یو د بل پر خلاف اعلامیې خپروي او یا رجزونه وایي. په ولسواکۍ دې اور پورې شي د ولس راتلونکې به څه وي؟ واقعیت دا دی چې په افغانستان کې ارزښتونه مسخه شول، وروستی یې د ډیموکراسۍ مسخه کېدل دي چې پیل یې د غني او عبدالله له لومړۍ دورې ؤ او پر تابوت به یې وروستۍ میخ د تلې د شپږمې انتخابات وي. د دې ټوله پړه به د همدوی او د پردې تر شا د بادارانو پر غاړه وي. که دغه انتخابات په بحران بدلېږي خامخا به بهرني لاسونه هم پکې شامل وي، ځکه چې د امریکا او ناټو د پوځي او سیاسي حضور سره چې بیا هم بحران ته لمن وهل کېږي معنا یې همدغه ده چې په بد ډول به د ۲۰۱۴ کال سناریو تکرارېږي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button