د جرمني د پولیسو ټولنه افغانستان کې د الماني سرتېرو د ماموریت ختمیدا غواړي

عزم(پنجشنبه، ۱۱ تله ۱۳۹۸): د جرمني د پولیسو ټولنې مشر وایي چې د افغانستان اوسنی حالت د دوی د سرتیرو لپاره مناسب نه دی باید زر تر زره د الماني سرتیرو ماموریت ختم شي.

د یادې ټولنې مشر له شپېګل مجلې سره په مرکه کې ویلي دي چې د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت ستونزمن دی د دغه هیواد د پوځي استاذانو له لوري دې د زده کړې پروګرامونه زر تر زره وتړل شي او د جرمني سرتیریو ماموریت دې ختم شي.

هغه ویلي اوسنی امنیتي حالت د الماني سرتیرو ژوند ته ګواښ دی چې له همدې امله مونږ نور هلته پاته نه شو.

خو د کورنیو چارو وزارت یې بیا وایي مونږ هلته د ناټو تر چتر لاندې خپل عسکر لیږلي څو پورې چې د نورې نړۍ عسکر هلته وي مونږ باید پاته نه شو.

د امان د پولیسو ټولنه داسې مهال د دغه هیواد د سرتیرو د ماموریت د ختمیدا او د زده کړې پروګرامونو د دریدلو غوښتنه کوي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغان عسکرو له لوري په بهرنیو ځواکونو بریدونه زیات شوي او بهرنیان یې په ویره کې اچولي.

څه موده وړاندې د کندهار په هوایي میدان کې د لغمان ولایت اوسیدونکي د صفی الله په نوم د نظم عامه یو تن عسکر په بهرنیو ځواکونو برید وکړ چې طالبانو خپل نفوذي ملګری بللو او ادعا یې وکړه چې ۱۲ تنه امریکایي عسکر یې وژلي خو امریکا بیا یواځې د دریو تنه د ټپي کیدلو خبر ورکړی وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button