کورنیو چارو وزارت: شپېته افغان سرتېري د عصري پوځي زده کړو لپاره مسکو ته ځي
عزم(پنجشنبه، ۱۱ تله ۱۳۹۸): د کورنیو چارو وزارت په یو خبر کې ویلي چې شپېته سرتیري مسکو ته د عصري پوځي زده کړو لپاره لیږي چې وروسته تر زده کړو به بیرته هیواد ته راستنیږي.
د یادو سرتیرو مسکو ته د لیږلو به مراسمو کې د روسیې سفیر الکساندر ماتیتسکي هم ګډون کړی وو او وینا یې وکړه.
نوموړي د وینا پر مهال و ویل روسیه د افغان سولې برخه کې هر ډول مرستې ته تیاره ده او هیله لري چې د دغو سرتیرو له بیرته راتګ سره افغانستان کې سوله راغلې وي.
هغه و ویل مسکو له افغانستان سره پر بیلا بیلو برخو کې مرستې کړي چې په پوځي برخه کې به لاډیره همکاری وکړي.