اروزګان او کندز کې کې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

عزم(پنجشنبه، ۱۱ تله ،۱۳۹۸)راپورونه وایي، چې طالبانو د اروزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ او د کندز په ګل تیپه ولسوالیو کې پر دولتي ځواکونو پراخ بریدونه ترسره کړي دي.
خبرزیاتوي، طالبانو درې ورځې وړاندې د ګیزاب ولسوالۍ پرمرکز له  ۳ طرفونو پراخ وسلوال بریدونه ترسره کړل  چې  ګڼ شمېر سیمي یې ونیولي او دولتي ځواکونو ته یې درنه  مرګ ژوبله ور واړوله.
طالبان وایي، بیګاه شپه یې هم له دولتي عسکرو څخه ۸  پوستې اومرکزونه په بشپړه توګه نیولي او لسګونو عسکرو ته  د مرګ ژوبلې ترڅنګ یې پراخه سیمه تر خپل پوښښ لاندې راوستلې ده.

طالبانو ادعا کړې چې دې عملیاتو کې یې له دولتي عسکرو څخه ۲۱ عرادې  موټرسایکلونه  اوګڼ شمېر سپکه اودرنه وسله اومهمات نیولي او د ولسوالۍ په مرکز یې د محاصرې کړۍ نوره  هم راتنګه کړې ده.
دولتي چارواکو تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د کندوز په ګل تیپه ولسوالۍ کې هم امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځایي چارواکي یې په هکله پټه خوله دي؛ خو طالبانو ادعا کړې چې دوه پوستې یې نیولې او د قومندان په ګډون یې ۱۸ تنه عسکر او پولیس ځای پرځای وژلي دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button