ایران یوه روسۍ خبریاله د جاسوسۍ په تور نیولې

د سفارت ویاند د نیول شوې خبریالې د مور له خولې وايي چې نوموړې اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوې ده.

عزم (جمعه، د تلې ۱۲مه، ۱۳۹۸): په تهران کې د روسیې سفارت وايي چې یوه روسۍ خبریاله د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو لخوا د جاسوسۍ په تور نیول شوې ده.

د الجزیره ټلوېزون د خبر له مخې، د مسکو د سفارت ویاند، انډري ګنینکو، ویلي چې ۳۸ کلنه ژورنالسته یولیا یوزیک د سپټمبر په ۲۹مه ایران ته په یوه شخصي دعوت تللې وه، چې تېره پنجشنبه په یوه هوټل کې نیول شوې ده. ګنینکو وايي، دوی د یوزیک د کورنۍ له خولې نن جمعه خبر شول.

د سفارت ویاند د نیول شوې خبریالې د مور له خولې وايي چې نوموړې اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوې ده. ګنینکو زیاتوي، یولیا یوزیک ۱۵ یا ۱۷ کاله وړاندې اسراییلو ته د دې هېواد پوځ په اړه یوې روسۍ ورځپاڼې ته د راپور جوړولو لپاره تللې وه، خو اسراییلی تابعیت او ویزه یې نه درلودل. ویل کیږي نوموړې به سبا شنبه محکمې ته وړاندې شي.

 بل خوا، د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، ماریا زخارووا، د ایران د استازې د احضارېدو خبر ورکړی دی.

مسکو او تهران یو بل سره نږدې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري او د ایران لخوا د روسي وګړو نیول کېدل غیرعادي پېښه ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button