فیفا: د ټاکنو کمیسیون دې ژر ترژره له بهرنیو سفارتونو سره خپلې اړیکې روښانه کړي

عزم( سه شنبه، ۱۶تله ،۱۳۹۸)وروسته تر هغه چې د امریکا، کاناډا، جرمني او نورو هیوادونو سفیران په جلا جلا توګه د ټاکنو کمیسیون ته ورغلل او د دغه کمیسیون له کمیشنرانو سره یې مسلسلې ناستې وکړې، تازه د آزادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ «فیفا» په یوه اعلامیه کې د ټاکنو کمیسیون له چارواکو غوښتي چې ژر تر ژره باید د بهرنیو سفارتونو له سفیرانو سره خپلې اړیکې روښانه کړي.

د دغه بنسټ مشر یوسف رشید وویل د دې وضاحت غوښتنې تر څنګ څرګندوي چې د ټاکنو د کمیسیون له خوا د ناټو او بریتانیا له سفیرانو د دې مرستې غوښتل ترڅو پر ځینو نوماندانو فشار راوړي، شرموونکې او بې اساسه لار ده او باید کمیسیون په دې برخه کې له ولسونو مرسته غوښتې وای.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل وویل، چې د دوی د معلوماتو له مخې، ځینې سفیران د ټاکنو پر کمیسیون فشار راوړي چې د رایې ورکونکو شمیر درې میلیونه اعلان کړي او په دې توګه د یوه مشخص نوماند بریا ته لار هواره کړي.
په ورته وخت کې د امریکا سفارت ویلي چې تیره ورځ یې د ټاکنو کمیسیون له چارو لیدنه کړې او دوی یې پر کړنو ډاډه دي.

آخوا بیا ویل کیږي د ټاکنو کمیسیون د رای شمیرنې یو سرور د هندي هیککرانو لخوا د یوه مشخص کاندید په  غوښتنه هیک شوی دی.
کابل نیوز د سرچینو په حواله ویلي، چې بایومټریک سیستم او سرور چې د جرمني د «درملوکٌ» کمپنۍ ساخت وه، هک شوی او نوماندان هم له څو ورځو راهیسې لاسرسی ورته نه لري.
سرچینه زیاتوي، د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو د درملوک کمپنۍ د دې کمپنۍ دجرمني انجنیرانو راغوښتلو لپاره له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي، چې عاجلې ویزې ورته صادرې کړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button