جرمني ۴۴ افغان پناه غوښتونکي بیرته کابل ته لیږلي

عزم(چهارشنبه، ۱۷ تله ۱۳۹۸): جرمني یو ځل بیا د تیر په څیر یوه ډله افغان پناه غوښتونکي له خپل هیواد اخراج او کابل ته یې لیږلي دي.

د جرمني خبري اژانس “ډي پې اې” له قوله چې دا اته ویشتمه ډله افغان پناه غوښتونکي و چې په تیرکې له جرمني بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

جرمني داسې مهال د افغانانو د ویستلو لړۍ روانه ساتلې چې په کور دننه یې هم له دغې مسئلې سره اختلافات موجود دي، یوه ډله سیاستوال یې موافق خو نور بیا وایي چې افغانستان جګړه کې ښکیل هیواد دی او بیرته باید وانه استول شي.

د ۲۰۱۶ کال له ډسمبره ۷۲۰ تنه افغانان له جرمني ایستل شوي دي، چې د ځینو نورو هغو د ویستلو ویره هم شته چې د پناه غوښتنې یې رد شوي دي.

جرمني ته په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال کې لسګونه زره افغانانو پناه وړې چې د زیاترو یې د پناه غوښتنې لا نه دي منل شوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button