ټرمپ منځني ختیځ کې د امریکا پوځي مداخله ”تر ټولو بده پرېکړه“ بللې

عزم (چارشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۸): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ منځني ختیځ ته د امریکايي پوځیانو تګ ”تر ټولو بده پرېکړه“ بللې او ویلي یې دي چې نوموړی خپل سرتېري بېرته خپلو کورونو ته راستنوي.

ولسمشر ترمپ همداراز ویلي چې امریکا په منځني ختیځ کې پر جنګېدو او ”پولیسي کولو“ باندې اته ټریلیونه ډالر لګولي دي.

ټرمپ نن چارشنبه پر خپل ټویټر لیکلي، ”متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې په جنګېدو او پولیسي کولو باندې اته ټریلیونه ډالر لګولي دي. زموږ زرګونه ستر سرتیري یا وژل شوي او یا سخت ژوبل شوي دي. له بل لوري هم میلیونونه خلک وژل شوي دي. منځني ختیځ ته تلل تر ننه د شویو تر ټولو زښته پرېکړه ده“.

ټرمپ زیاته کړې چې امریکا د ټولوژونکو وسلو د شتون د غلطې فرضیې په بنسټ منځني ختیځ ته ولاړه. ”یوه هم نه وه! اوس موږ په کراره او احتیاط خپل ستر سرتیري او پوځ کور ته راستنوو“.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button