غزني، کندز او بغلان کې د یو امریکایي په ګډون لسګونه دولتي عسکر وژل شوي

عزم( یکشنبه، ۲۱ تله ،۱۳۹۸)راپورونه وایی چې د هیواد په دریو ولایتونو کې د امریکایانو په ګډون لسګونو افغان سرتیرو ته د سر دروند زیان اوښتی دی.
خبر زیاتوي، طالبانو تیره شپه د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اړوند په “بالای” سیمه کې د امریکایي او افغان ځانګړو ځواکونو پر قطار بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې یادو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې په دغه برید کې یې چاپه وهونکي عسکر په نښه کړي او د یوه امریکایي عسکر په ګډون یې ۶ تنه ځانګړي ځواکونه وژلي دي.
تر اوسه  افغان او  امریکایي چارواکو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
بل پلو تازه خبرونه وایي، چې طالبانو د کندز په دشت آرچي ولسوالۍ کې چې دولت پلوه ملیشو یې تیره ورځ د نیولو ادعا وکړه، پر یوه قرارګاه برید کړی او په کې میشتو عسکرو ته یې د سر دروند زیان ور اړولی دی.
طالبان وایي، د برید په پایله کې یې د دولتي عسکرو یاد مرکز په بشپړه توګه ویجاړ او ۲۰ تنه عسکر یې وژلي دي.
طالبانو ویلي په پیښه کې دوی ته کوم زیان نه دی ور اوښتی.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو د کندز په څنګلوري بغلان ولایت کې هم پر افغان ځانګړو ځواکونو بریدونه کړي دي.
سرچینې وایی، پیښه د مرکز پلخمري ښار د دوهمې حوزې اړوند د خلازیو سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ګدو ځواکونو یو کاروان له سیمې د تیریدو په حال کې وه.
طالبانو ادعا کړې چې په دغه برید کې یې ،۱۲ تنه عسکر وژلي او ۵ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
طالبانو دغه راز خپل لور ته د مرګ ژوبلې اوښتو اوازې هم رد کړې دي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: