پنټاګون: د سوریې له شمال څخه به په بیړنۍ توګه خپل ټول عسکر وباسو

عزم( یکشنبه، ۲۱ تله ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې د ترکي ځواکونو لخوا د سوریې په شمال کې د کردي وسلوالو پر ضد پراخ تصفیوي عملیات پیل شوي، د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر وایی، په سیمه کې یې ۱۰۰۰ تنه ځواکونه د دواړو ښکیلو غاړو لخوا محاصره شوي او هڅه کوي په بیړنۍ توګه یې یوه امن ځای ته انتقال کړي.
بلخوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړی چې امریکایان له «عین عیسی»ښارګوټي وتلي او په «منبج» او عین العرب«کوباني» سیمو کې خپلو امن ځایونو ته ورګرځیدلي دي.

خو د المیادین خبري شبکه وایي، چې د سوريې دولتي ځواکونه به دوه ورځې وروسته په دواړو ښارونو کې عملیات پیل کړي.
خبر زیاتوي، د امریکایانو تر وتلو وروسته د عین عیسا سیمه په ټولیز ډول ترکي ځواکونو نیولې او سیمه کې یې امنیتي پوستې هم ایجاد کړې دي.

امریکایان داسې مهال د کوباني ښار ته ځي، چې تازه امریکایی چارواکو خبر ورکړی چې ترکي ځواکونو په همدې ښار کې د دوی په پوځي مرکز د توپچي بریدونه کړي چې ښایي موخه یې امریکا ته دا خبرداری ورکول وي چې باید په سیمه کې د ترکي پوځ د عملیاتو مخه ونه نیسي، انقره بیا د امریکایي پوځ دا ادعا ردوي او زیاتوي چې دوی پر امریکایی مرکز هیڅ کوم برید نه دی ترسره کړی.

د سوریې په شمال کې د عین عیسی ښار دریم ښار دی چې د ترکي ځواکونو لاس ته لویږي، تر دې وړاندې یادو ځواکونو د «تل ابیض» او «رأس‌العین» ښارونه هم نیولي وو.
ترکیه وایی، غواړي له ۳۰تر۳۵ کیلو متره ساحه له کردي ملیشو تصفیه کړي،خو کردي ملیشې بیا وایی چې دوی به یې د ساتنې لپاره خپل ټول مقاومت وکړي اوپه دې برخه کې یې د سوریې له دولتي ځواکونو او روسانو هم .
کردي ملیشې دغه راز له سیمې څخه د امریکا وتل د شاه لخوا د خنجر وهلو په معنا بولي او وایی چې بیا به هیڅکله پر امریکایانو باور ونه کړي.

بل پلو ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د امریکا له مالي تحریمونو ویره نه لري او خپل عملیات به هیڅکله متوقف نه کړي.

اردوغان همداراز پر هغو اروپایي هیوادونو چې پر ترکیه یې د وسلو د پلور بندیز لګولی، غږ کړی چې یا دې په ډاګیزه توګه له کردانو سره ودریږي او یا دې هم له دوی سره د ناټو د یوه قوي غړي هیواد په توګه چلند وکړي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: