’د سوریې د نظام ځواکونو د منبج ښار بشپړ کنټرول ترلاسه کړی‘

عزم (سه شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۸): د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د سوریې د رژیم ځواکونو د منبج ښار بشپړ کنټرول ترلاسه کړی دی.

د الجزیره ټلوېزون د خبر له مخې، وزارت ویلي، روسي سرتیري د ترکیې او سوري پوځ ترمنځ پر کرښه باندې ګزمې کوي څو د دواړو لورو د مخامخ کېدو مخه ونیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، میخایل بوګدانوف، نن سه شنبه ویلي چې هېواد یې د د ترکیې او د سوریې د پوځ ترمنځ د جګړې د مخې نیولو هڅې کوي.

د یادونې وړ ده، پرون دوشنبه د ترکیې لخوا تمویلېدونکو ځواکونو د منبج ښار د نیولو په موخه د عملیاتو پیلېدو خبر ورکړ.

د سوریې ډموکراټیکو ځواکونو (کرد وسله والو) د ترکیې د عملیاتو تر پیلېدو وروسته د بشار الاسد رژیم ځواکونو ته اجازه ورکړه چې منبج ته ننوځي څو په دې ډول پر دې ښار باندې احتمالي عملیات له خنډ سره مخ کړي.

بلخوا، رویټرز اژانس ویلي چې ښايي نن سه شنبه ملګري ملتونه د سوریې د وضعیت په اړه غونډه وکړي.

رویټرز لیکلي، د بندو دروازو تر شا د دې بحثونو غوښتنه د دې سازمان پنځو اروپايي غړو – برېتانیا، فرانسې، المان، بیلجیم او پولنډ –غوښتنه کړې وه. که دا غونډه وشي، دا به د سوریې په شمال کې د ترکیې د عملیاتو تر پیلېدو راوروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دویمه غونډه وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button